زړه مې مرغه شو له ځيګره والوت
سينه يي کړه ماته له ټټره والوت

چې مې پرې غږ د خپلي ميني وکړ
ګلابي رنګ مې له دلبره والوت

نشته ديدن او نه د مينې سترګک
هغه خوږ خوند له مازيګره والوت

ټپي زړګی مې غواړي نور ټپونه
داسې يو غږ يې له پرهره والوت

بلبل ژړيږي چا يې کور وران کړی
په کوکو سر و له نښتره والوت

چې به مې يار لکه د غوړګې تاو کړ
هغه تاثير مې له منتره والوت

( لونګ ) په څه به د يار نوم وليکي
چنار لمبه شو له ګودره والوت