|

ياره کوڅې ته دې ملنګ را درومي
په مينه مست لکه د بنګ را درومي
زکات يو رکن د پنځو بناوو
ستا د ښکلا په تا قلنګ را درومي
دا ستا د مخ له پلوشو نه دی ځار
قربانوي وزر پتنګ را درومي
د زړه سنګره ميوندي سنګر شه
جانان د سرو سترګو په جنګ رادرومي
وخته ځواب به يې له تا نه اخلم
اوس که نا خوالې رنګ په رنګ رادرومي
سترګو اسمان کې مې د غم وريځي دي
ځکه باران يې په غور ځنګ را درومي
زما په کوڅه کې دې شو ُپلونه زاړه
تش دې يادونه څنګ په څنګ رادرومي
شي به د چا د دنګې غاړي اميل
له دې غزل بوی د * لونګ* را درومي

|