دښکلو مینه
نن دې کوڅې ته په یوه هیله راغلم -- چې به دې ووینمه سپینې لیچې
خو دروازه دې نن نیم کښه نوه -- خدای خبر چې چیرې تللی وی ته
وړوکۍ ورور دې په مستۍ نوه بوخت -- اونه مو غوا وه په اخور تړلی
نه مو لوګې له نغری نه ختل -- نه مو انګړ کې دوړو شور و
نن دې د وره خوله جارو کړی نوه -- بادو راوړی خاورې وی هلته
د حجرې ور مو وه تړلی ولی ؟ -- نه چې میلمه درکره نه وو نن شپه
هغه بوډا بابا دې ما ونه لید - -چې به لمسیان یې وو چاپیره ځینی
هغه کوږ سترګۍ ورور دې ښه وو چې نن -– زما ترسترګو په کوڅه کې نشو
که نه نو بیا به یې کاږه راکتل - -ګواکې چې زه یې څه خپلوان نه کیږم!
هغه سپین ږیری پلار دې څه بلادی -- چې په کوڅه کې راته بدبد ګوری
یوه سلا د چای ډوډۍ نه کوی - -که چې ډاریږی په تا چټه پیغله
یوڅو شیبې مو در ته ودریدم -- زړه مې و ښکل کړم د کلا چمبر دی
ما وی ستالاس به لګیدلی وی پرې -- خو ګاونډې نه مو لږ وویریدم
ما ویل د غله ګمان چې ونه کړی څه -- خبر خو ندی ستا له کاروباره
چې زما زړه یې راغلا کړی دلته -- هغه تور سترګې دنګې پیغلی نجلی
چې یو ناڅاپه مو د څنګ له کوره -- یو کوچنۍ شانته نجلی راغلله
ویل کاکا جانه ستا څوک دی په کار -- ماویل څو ک نه ای ښایسته ملالی
ویل دوی ټول دی له دې ځایه کډه -- او خدای (ج) خبر چې دوی دی چیرته تللی
ای حلیمی دادې له ښکلو سره دمینې انجام -– چې زړه دې یوسی او نور کډه کوی
22/غبرګولی/1386