|

ای د ښکلو ښکلې
هی د ښکلا ملکې
هی تاته نارې وهم
هی د ښايستوو سردارې
يو ځل مې ونازه
په نازنينو ليدو
يو څو پتري مې په زړګي ووهه
د ديدنونو پتري
په درزيدلې زړګي
راته پرې کيده څو پټۍ د مينې
په درديدلې زړګي
په کړيدلي زړګي
ستا د ديدن په ارمان
ارمان ځپلي زړګي
يو وار مې بيا ټکور کړه
په ټکور مارو سترګو
بلاه بلاه واخلم
ستا د خمارو سترګو
دې مساپرې ډير وخت
ستا د ( لونګو ) وږمې
راشه ټپې ټپې شو
راشه سندرې نغمې

|