سترګو مې بيا د چا تصوير اخيستی
ځکه ماشوم زړګي مې وير اخيستی

د ليدو غشو دې ويشتمه ويشتم
اوس يم د مينې يو بهير اخيستی

ﻻړم يې زړه ته لکه دود د خمار
ما له مسکا يې دا تعبير اخيستی

دا تش ټټر مې لکه جيب د مفلس
رانه زړګې د ښکلا مير اخيستی

بيا مې په سترګو کې را شنه شوه مينه
په سر مې لاس د ښکلو پير اخيستی

هی د ښکلا ملېکې تاته وايم
له ما دې زړه په څه تدبير اخيستی ؟

څنګه به خووږ نه وي غزل د ( لونګ )
د يار له شونډو تاثير اخيستی