وسو ، وسو خدايه وسو
خپل ژوندون را پورې اور دی

ډير پې که ، پې که ژوندون شو
ټول پيغور دی ټول پيغور دی

د ژوندون په ميخانه کې
زموږ د خوارو جام نسکور دی

لا غوټۍ وو په ډنډر کې
په مرۍ مو د مرګ لور دی

ټول ژوندون مو اوښکې اوښکې
د مرګي راباندې پور دی

خدايزده کوم پلو ته وړې يې
ژوند دمرګ په نيلي سپور دی

آه اواز يې خدايه نه اورې ؟
بوږنونکی مظلوم شور دی

په قدم قدم کې مرګ دی
هره لويشت کې د غم زور دی

نن بيا نوی قبر ګورم
بيا پرې نوی سورشال خپور دی

بوره شوې نن بيا مور ده
د زړه سر د يوې مور دی

ملالۍ ، ملالۍ څه شوې
ها ، راغلی بيا په کور دی

راشه بيا راشه ټپه شه
هار شليدلی مو د خور دی

راشه بيا ميوند ته راشه
دغه سوال درته د ورور دی

زموږ غازي غازي داستانه
بس ( لونګ ) په تا ټکور دی