|
  
د ژوند اوښت
څومره بي خبره تير شو زما عمر
د هر چا له ذهنه هير شو زما عمر
د فنا باد يي آخر كړي ريښي لوڅي
كه تر سختو كاڼو زير شو زما عمر
ځكه سر يي دجفا ورسره واخيست
دګردون خوله كي ګنډير شو زما عمر
كلك تړون يي له عقبا سره بسته كړ
ددنيا له چارو سير شو زما عمر
وفا نه وه په ګلونو ددي باغ كي
كه هر څومره تري چاپير شو زما عمر
خپل عمل قضا ته ور كړ لاس تړلى
كه هر څو لاس په شمشير شو زما عمر
ګردون ور نه كا مهلت ورته يارانو
كه پسه شو او كه شير شو زما عمر
   |