|
د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته
ستوري په گډا کړه
مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخلا کړه
په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د مۍ جامونه
اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه
د زړگي په للمه دښته، د ارمان زړي کرمه
د باران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړه
تخيل کې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُت
بُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه
څنگه غلی ناست يې ? بازه? وزرونه دې خواره کړه
د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه
|