دي بي دردي زماني

دي بي دردي زماني سخت نا كرار كړم
له ژوندون او له هستۍ نه يي بيزار كړم
د ژوندون ټوله قصه ننۍ ورځ ده
كه يي تا ته د پرون او يا د پار كړم
هغه سر چي يي تل ځاي د يارزنګون و
اوس يي كله سنګ سرويږدى، كله خار كړم
د سوري، سوري ګوګل تپوس مي مه كړه
د بادام د پوست به څه درته اظهار كړم
زه مجنون د يار د ميني يم يارانو
په زړګي باندي تصديق په خوله اقرار كړم
كه مي ستا ديدن نصيب شي دا سوګند خورم
چي پروا نه د جنت او نه د نار كړم