|
|
|
|
غزل دستوروتڼۍ تـــــويــې دسحرڅيري ګريوان خوره په غــــــــرو رغـــــوکې ازانګه ده د اذان قـــــــاري پـــــــه لــــــــوغړن ترنم وايه الرحمن چې زړونه لمبوزن شـــي په څپوکې دايمان اخربه په لاس درشــــي رڼــــــه توره لکه لمر دستوروپه نېزو وهه تيارې دکـــــــفرستان له صدقه يوه اوښکه بـــــــــې بها ده بې بها تر دٌر ترمرغـــــــلرو تر ياقوتو تـــــر مرجان بيماريمه بيماريــــــمه بـــــيمار دبـــېلتانه کړه جوړه ذايقه مې په النخل ورمــــــــان الهي را اهدا کړې دبـــــــلبــــــل بلالي غږ ماهم يو لاروی کړې دحمدونو دکاروان
|
|
|
|