|
  
دلته
دلته خندا نشته اسويلي دي او غمونه دي
دلته سرود نشته اوساز نشته دى ويرونه دي
دلته واده نشته، ډولۍ نشته، موسكا نشته ده
دلته جنازي دي هره ورځ او كفنونه دي
دلته د درمل او د دوا پوښتنه مه كوه
دلته مرهم نشته، دارو نشته، پرهارونه دي
دلته څانګي ماتي دي، ګلونه رږيدلي دي
سوى يي چمن اوهم يي غرونه او باغونه دي
دلته د بلبلو آواز نشته، زاغ ناري وهي
سره خزان لوټ كړي، كه غوټۍ دي كه ګلونه دي
دا چي ورته ګوري د شفق سرخي يي مه بوله
دلته په سرو وينو رنګين شوي، ميدانونه دي
دلته له سحاب نه د اوبو په ځاي خوناب اوري
دلته اوبه نشته، د سرو وينو سيلابونه دي
دلته بوري ميندي د شهيد بچي په وير كي دي
دلته د زګيرويو او آهونو تو پانونه دي
   |