|
|
|
|
داچې پراته دی په میدان خواره واره سرونه لکه چې بیانذرانه شوي پښتانه سرونه قاتل پردی دی لیکن غشي یې ضروراشنادي ځکه په نښه لګیدلي ټول درانه سرونه توره دې مه پلوره لاشته دپښتنوغلیمان په دې به ژغوروپه نړۍ کې داپینځه سرونه راځئ داسپینې ږیرې وستایوپه سپینوزړونو خدایږوکه راشي بیا په نویوکې زاړه سرونه بې له پښتونه داخصلت وایه نړۍ کې دچا؟ زامن په دارخیژوي ژغوري میلمانه سرونه دلته رګونوکې دوینوپه ځای اوربهیږي ساړه به نه شي داله شوره ډک تاوده سرونه
|
|
|
|