|

نه رغيږم د ناسور په څير پرهار يم
د مړو سترګو د بڼوويشتلی ښکار يم
له ګوګل ځنې لمبې مې پورته کيږي
زه د بر کلي د بر ګودر چنار يم
د و ير و نو قا فلي را ته را غلي
خپل پردی مې ژړ وي د کابل ښار يم
د بيلتون د ټوپک نخښې لاندي راغلم
لکه زاڼی چې و تلی له کتار يم
منصور يو واري په دار ا ويزان شوی
زه پښتون بدمرغه هر وختې په دار يم
تړمه اوښکه د بڼو په سر مزل کړم
څه ستومانه په لټون کې د خپل يار يم
د زړه برج کې مې مورچه ورته نيولي
اوس د تورو تورو سترګو بديدار يم
د هر ګل سره اغزی وې يو ملګری
ای دلبره ته مې ګل او زه دې خار يم
ياغيتوب څخه اسمان مې پناه غواړي
خودا ستا په اوده پروت مشاد ښامار يم
ترهيدلي نظر مه راته را ګوره
تور ( لونګ ) يمه دا ستا د غاړي هار
يم

|