|

لږ وﻻړ دې په قسم شه بيا به ځې
څو شيبې مې مخ کې تم شه بيا به ځې
زما د سترګو په هندارو کې تصويره
پوچو سترګو ته مې نم شه بيا به ځې
روږدی کړی دې يم ياره په زخمونو
خير دی نن راته مرهم شه بيا به ځې
ستا د ناز غرور نه ځار شمه جانا نه
نن په خوئ لکه صنم شه بيا ځې
د هيواد غوندې د ډيرو دردو کور شوم
لږ په فکر مې د غم شه بيا به ځې
د بيلتون دښته کې پروت يم جل وهلی
اسما عيل د پښو زم زم شه بيا به ځې
تورو زلفو منګرو دې يم چيچلی
خپلو زهرو ته دم دم شه بيا به ځې
د ( لونګ ) سوي سورې خو لږي واوره
رڼايې مې د تور تم شه بيا به ځې

|