بیګادې خیال زما په سندروکې لامبووهله

په خدای زړګي مې په مجمروکې لامبووهله

 رښتیاپرون دې سوربارخوخولوکې داسي یسید

لکه لاله چې ملغلروکې لامبووهله

ته خومسکۍشوې دسوماپیاله دې یوه رنده کړه

شوخې ځوانۍ دې په کوثروکې لامبو وهله

وخته دریادشي زمااوستاپه دماغ هم خواره وو

دجانان څڼوچې عنبروکې لام بو  وهله

هغه ارمان دې یاره څه شواوس یې څرک نه لګي

چې همیشه بې ستاخبروکې لامبو وهله

کلی خوڅه کړې دګودرهامازدیګررایادشي

چې پلوشوبه په نښتروکې لامبو وهله

څه لیونی وم غضري دزړه مې نه منله

ګنې احساس به مې شکروکې لامبو وهله