|
  
بنديوان
بنديوان يي كړم آخر په دام د ميني
بل بدنام يي عاقبت په نام د ميني
چي له وره د ميخاني نه يي داخل كړم
راته ډك يي له مينا كا جام د ميني
څوك چي لوبي د بتانو په رخسار كا
عاقبت به شي نسكور له بام د ميني
اور مي پوري په قانون د ننګ او نام كا
چي مي غوره كړلو ننګ او نام د ميني
په اميد ددي چي غم له زړه له بيرون كړم
لټوم تاريخ آرام، آرام د ميني
خوار زړګى مي په ګوګل كي په نڅا شي
چي تكرار كړم ورته خوږ كلام د ميني
كه په حسن د اياز يي نظر پريوزي
شي محمود به د زمان، غلام د ميني
د سبا له قاصد باد نه صدقه شم
چي راوړي راته هر دم پيغام د ميني
هيڅ حاجت يي د كعبي طواف ته نشته
څوك چي و تړي په زړه احرام د ميني
چي د قيص غوندي خپل ځان ميني ته بايلي
شي حلال ورته همه حرام د ميني
چي ليلا د زيبايي لومي خوري كا
خود به شي (زګيروى) شكار په دام د ميني
   |