|
|
|
|
آمریکا م.ا.د نړیوالو تر ټولو مهربانه مور ده آمریکا چې په وېتنام،کوریا،...،کې څه کړیدی،تاریخ یی پروت دی. دا چې اوس په نړۍ کې څه کار روایی کوی،پخپله ډېر آمریکایان په شرمیږي. د نن ورځې(جولای میاشتې دېرشمه نېټه) د بېنوا وېبپاڼي کې رغلی دي چې مسټر ګورډن براون د بریتانیه لومړي وزیر،پرون(د دویم ورځ) وروسته له هغې چې د مسټرج.ډ.بوش سره یی صدارت ته تر رسیدو وروسته په لومړی ځل وکتل،تردغې کتنې لږ موده څټ ته یی ژورناستانو ته وویل چې ًٍنړۍ د آمریکا په مشرۍ د ترورېزم خلاف مبارزه کې د آمریکې پوروړي ده.ً پرون د جولای میاشتې په نه ویشتمه نېټه بېنوا وېبسایټ لیکلی ول چې د آمریکیانو جنګی خرڅه په افغانستان کې د ورځې په منځنی ډول ۵۸،۷مېلیون ډالره اوپه عراق کې ۲۷۱مېلیون ډالره کیږی. په افغانستان کې یی تر اوسه ۱۲۶زره مېلیونه ډالر لګښت شوی اوپه عراق کې یی ۴۴۸زره مېلیونه ډالره لګښت شویدی. د ورځې ټول لګښت یی په منځنۍ کچه په دواړو هېوادونو کې ۳۲۹،۷مېلیون ډالره اوټول لګښت یی(د نېوز میډ نشریی چې ددې کال د جولای په ۲۴نېټه یی دغه شمېرې خپرې کړی اوبېنوا وېبسایټ را اخستی دی)۵۷۴زره مېلیونه ډالر کیږی. دغه ټول پوځی لګښتونه دی چې ړنګونه او مرګ ژوبله په کیږی. په دغو دو هېوادونو کې هرکال په زرونو وګړی وژل کیږی،کورونه اوآبادۍ یی له منځه ځي،اقتصادی حالات د هرې ورځې په تېریدو ښکته مخ په ځوړ روان دی، د نن نه سبا ورځ بدتره ده. د جولای میاشتې په دېرشمه نېټه د سي.ان.ان.سایټ په عراق کې د اوکسفام او انجوګانو(غیر دولتی مؤسېسو) د کواردینې کولو ګډې کمیټې د راپور له مخې لیکي چې څه د پاسه اته مېلیونه عراقیان کوم چې ددې هېواد یو پر دریمه نفوس کیږی د څښلو پاکې اوبه نلری(هغه شمېره خلک چې د څښلو پاکې اوبه نه ورته رسیږی د ټول هېواد د نفوسو اویا سلمه جوړوی)،د کورونود کانالیزاسیون سیستمونه یی له منځه تللی دی مانا دا چې ښارونه یی چټلیو اوبدو بویونو په سر اخستی دی، ډوډۍ او سرپناه نلری. دغه اته مېلیونه وګړی بیړنیو مرستو ته سخت اړ دی. دا کمیټه وایی چې د ۲۰۰۳کال څخه یانې د کله نه چې د آمریکا په مشرۍ پوځونه ډ عراق په خاوره ورننوتل د هغې راهیسې هلته سخت بشری ناورین رامنځ ته شویدی.دا کمیټه وایی چې د اته مېلیونه وګړو له جملې نه چې بیړنیو مرستو ته سخته اړتیا لری څه دپاسه دوه مېلیونه هغه وګړی دی چې د هېواد د ننه د خپلو کورونو څخه بېځایه شویدی دغو څه د باسه دوه مېلیونه خلکو ته رېشن هم نه رسیږی او تر دو مېلیونو زیات هغه وګړی دی چې بهرنیو هېوادونو ته مهاجرشوی دی. برسېره پر دغو نور ډېر وګړی یی په سختو غریبیو کې شپې ورځې سبا کوی. په ټولنه کې د ساری ناروغیو پېښې اوخطرې بیخی ډېرې شویدی. ددې کمیټې احصائو ښودلی ده چې ۴۳سلمه وګړی ډېرې سختې د غریبې شپې ورځې تېروی، د هېواد نیمه یی برخه وګړی کاروبارنلری. عراق ته د آمریکا په مشرۍ د پوځونو د ورننوتلو څخه څلور کاله د مخه احصائو ښودلی وه چې هلته ۱۹سلمه ماشومان په سؤتغذی اخته ول خو اوس دغه شمېره ۲۸سلمې ته اوچته شویده . دلته یوه لږ پخوانۍ غوندې کیسه را په یاد شوه،هغه داسې وه چې د بنو او میرالي تر منځ غرونو کې د سړک غاړې ته نیږدې به د ورځې له خواه درې تنه غله پټ کیناستل،په ناوخته کې به چې د ډېرو موټرو ګڼه ګوڼه لږه شوله نو به چې کوم موټر راغی دوی به د ټوپکو سره ورته راجګ شول او د ټوپکو خولې به یی موټر ته ونیولې په ډرېور به یی غږ وکړلو چې موټر ودروه، ډرېور به چې موټر ورته ودرولو نو د ګاډی ټول کسان به یی راکوز کړل هرڅه پنډکی به یی چې لرل ورڅخه وبه یی خیستل،جیبونه به یی ورخالی کړل،ساعتونه به یی د لاسونو نه خلاص کړل ،د کوم نیم چې ښې څپلۍ په پښو وې هغه به یی ورنه وایستلې،که د چا به ښه لنګۍ په سر وه هغه به یی هم ورنه واخیستله او هر څه یی چې لرل ورڅخه یوبه یی وړل. د ورځو نه یوه ورځ ول چې ګاډی راغی دوی لکه د تل په شان ښه ورته خوشاله ول. چې ګاډی یی ودرولو او سپرلۍ یی راکوزې کړلې په دې ورځ د زیاترو کسانو سره ډېر څه لکه دوی یی چې په تمه ول،نه ول خو بیا هم یو څه یی راټول کړل،مګر دیو بدبخته سره هېڅ څه پنډکی نه ول اوپه جیبونو کې یی هم هېڅ روپۍ نه وې او تش ول،ده یوازې کرایه د کوم چا څخه قرض کړیوه نور نو تش ملنګ ول،کریه یی هم دمخه په لاره کې ډرېور ته ورکړیوه. غله خو هسې هم په قهر ول چې د نورومساپرو څخه یی ډېر څه ټول نکړل، نو دا سړی چې نه یی پنډکی لرلواو نه یی په چیبونو کې ټنګه غران ول،راټیټ کړلو اوڅو کندغه یی ښه پوخ پوخ ووهلو او ورته وویل چې موږ ستا د پلار نوکران یو چې په دې سختو ګرمیو کې په دې وچ غره کې ټوله ورځ وږی تږی ناست یو، تا جوارۍ کړیده که پیسې دې څه کړلې،بیا یی راڅملولو او ښه پوخ پوخ یی بیا ووهلو. نو آمریکایان هم که د ګورډن براون د پلار مزدوران وی، کېدای شي خو د نورو نړیوالو د پلارونو نوکران نه دي. هرڅوک حتا ماشومان هم پوهیږی چې انګرېزان او آمریکایان مېلیاردونه ډالر د ترېلیونو ډالرو لاس ته راوړلو لپاره لګوي. په لکونو وګړی وژني،ښارونه،کلی،صنعت،کرهڼه اونورې آبادۍ په مطلوبو هېوادونو کې نړوي او د خپلو هېوادونو یو څو کورنۍ په شتمنې اوبډای کوي. هو! براون اودده حکومت به د آمریکا قرضداری وی ځکه دوی ته به په وېش کې ورغلط شوی وی، د خپلی برخې څخه به په سهوا کې زیات څه .ورکړل شوی وی .که شپه ده هم، خو مڼې په شمار دي سورګلً تڼیً
|
|
|
|