|
کله چې جورج بوش
له هند څخه ليدنه کوله ، نو دهند دجمهوررئيس عبدالکلام له خوا چايو ته دعوت
شو . بوش له عبدالکلام څخه وپوښتل ، چې درهبرۍ يا ليډرشېپ فلسفه يې څه ده ؟
هغه ورته وويل : « زما فلسفه داده ، چې خپل شاوخوا هوښيار خلک راټولوم . »
بوش ترې وپوښتل : « څنګه پوهېږئ ، چې هغوی هوښيار دي ؟ »
عبدالکلام : « زه له دوی څخه سمې پوښتنې کوم او ازمويم يې . اجازه راکړه چې
عملاً يې درته وښايم . » بوش ورته کتل ، چې هغه دهند لومړي وزير من موهن
سنګ ته تلفون وکړ: « ښاغلی لومړی وزير! لطفاً زما يوې پوښتنې ته ځواب ووايئ
: « ستا دمور اولاددی او ستا دپلار اولاد دی ، خو ستا خور اوورورنه دي ،
ووايئ چې دابه څوک وي ؟ »
من موهن سمدستي ځواب ورکړ : « صيب ! ره پخپله يم . »
عبدالکلام : « بيخي صحيح ده ، ډېره مننه او دخدای په امان ! » غوږۍ يې
کېښوده او بوش ته يې وويل ، چې : « اوس پوه شوئ ؟ »
بوش دهوکړې سر وښوراوه : « ښاغلی جمهوررئيس ! ډېره مننه ، زه به حتماً
ستاسوله تجربې څخه کار واخلم . »
کله چې بوش واشنګټن ته ستون شو فکر يې وکړ ښه ده ، چې لومړی کانډوليزا رايس
وازمويم . هغه سپينې ماڼۍ ته راغواړي اوورته وايي چې : « که چېرې زما يوې
پوښتنې ته ځواب ووايې نو زه به ډېر خوشحاله شم . »
رايس : « ولې نه صيب ، ستاسو پوښتنه څه ده ؟ »
بوش ترې وپوښتل : « ستا دمور اولاد دی او ستا دپلار اولاد دی ، خو ستا ورور
او خور نه دي ، څه فکر کوې ، چې دابه څوک وي ؟ » رايس اريانه شوه ، تر ډېر
فکر ورسته يې وويل : « هيله ده ماته يو څه وخت راکړئ ، زه به يې ځواب پيدا
کړم . » بوش ورسره ومنله .
رايس سمدستي دسناتورانو يوه غونډه راوبلله ، هغوی هم څو ساعته چورت وواهه ،
خو هېچا ځواب ورنه کړ . آخر رايس په ډېرې ناهيلۍ کولين پاول ته تلفون وکړ
او خپله ستونزه يې ورته بيان کړه : « ښاغلی پاول ! ستا دمور اولاد دی او
ستا دپلار اولاد دی ، خو ستا خور اوورور نه دي ، کولی شئ راته ووايئ چې
دابه څوک وي ؟ »
پاول سمدستي ځواب ورکړ : « البته ، زه پخپله ! »
رايس دآرامۍ ساه واېسته او په بيړه يې ځان سپينې ماڼۍ ته ورساوه ، بوش يې
ومينده او په خوشحالۍ يې ورته وويل : « صيب ! ځواب مې بيامونده ، هغه خو
زموږ ستاسو خپل کولين پاول دی ! »
بوش په ډېرې بېزارۍ سره ځواب ورکړ : « بيخي غلط ! هغه دهند لومړی وزير من
موهن سنګ دی .
|