|
|
|
|
القاعده د نړۍ تر ټولو سترګواښ په لندن كې د استراتيژيكو زده كړو انسټېټيوت د خپلې سروې كلنى راپور خپور كړى دى او د نړۍ سياسي چارې يې څېړلې او خپل وړانديزونه يې وړاندې كړي دي، چې لږ څنډه يې په لاندې ډول ده:
د نوموړي انسټېټيوټ سروې ښوولې ده، چې د نړۍ اوسنۍ پېښې او ددې ترڅنګ په عراق كې د متحده ايالاتو د ناكام سياست له كبله په نړيواله كچه د امريكې كمزورى رول په راتلونكي كال كې د نړۍ د ستونزو د حل په اړه كوم زيرى نه تر سترګو كېږي. راپور ګواښ كړى، چې تر ټولو بده خو يې لا دا ده، چې په ۲۰۰۹ او يا ۲۰۱۰ كې ايران هم اتومي وسلې ترلاسه كړي، چې پدې سره به په ټوله نړۍ كې اندېښنې بېخي ډېرې شي او ويلي يې دي، چې د ۲۱ پېړۍ په لومړۍ نيمه كې څه پېښېږي ښه زيرى نلري او بايد چاپيريال ساتنې ته پوره پاملرنه وشي. د امنيتي چارو په هكله راپور وايي، چې اوس القاعده د پخوا پرتله ډېره پياوړې شوې او پراخه شوېده او څرګنده كړې يې ده، چې: " القاعده ټوټه شوې نه بلكې لا پياوړې شوې ده او كولاى شي، چې د نړۍ په هر ګوټ كې خپل اهداف په نښه كړي". راپور وايي، چې د القاعدې نرموالي ډېر نور ګوندونه او ډلې هم پر ځان ورماتې كړې دي او ډېرې څانګې يې پيدا كړي دي، لكه د عراق القاعده، د المغرب القاعده او داسې نور... په اروپا كې هم داسې ناكام بريدونه او هڅې وشوې، چې په هغو كې د خپلو هېوادوالو لاس وو او له القاعده سره يې تړاو درلود. د نوموړي راپور د وړاندې كولو پر مهال د انسټېټيوټ مدير جون چيپمان وويل:" ستر ګواښ د افراطي نظريو مخنيوى دى، چې افراطي نظريې ترهګري زيږوي او القاعده په ډېره ځيركۍ سره توانېدلې ده، چې لدې نظريو څخه استفاده وكړي او ترهګري خوره كړي". په لويديځ كې د مسلمانانو لخوا د ګواښ په هكله جون وويل: "دغه خبره چې ګواكي مسلمانان د نورو لخوا تر ظلم او تېري لاندې دي، بايد په اسلامي نړۍ كې د ننه او بهر له سره سمه او اصلاح شي، دا ډېره مهمه ده، چې بايد د فرد او ټولنې ترمنځ د حقوقو د توازن په څېر په ځينو مسايلو غور وشي ترڅو مسلمانې لږكۍ په اروپايي ټولنو كې په فعال ډول ور ګډې شي". په عراق كې د امريكې د ځواكو په اړه راپور كاږي، چې د ځواكونو د زياتوالي با وجود القاعده په ښارونو او نورو سيمو كې ډېر خونړي بريدونه كوي او د عراق وضعيت له ناوري سره مخ دى. د عراق د ستونزې د حل لپاره سياسي هڅې بايد ګړندۍ شي او ددې لپاره بايد امريكا د عراق په حكومت زور راوړي، چې په خپل ځان كې اصلاحات راولي. د ايران په اړه راپور كاږي، چې كېداى شي ايران اتومي وسلې جوړې كړي او په ۲۰۰۸ كې به د ايران په اړه په سياست كې پوره غور ته اړتيا وليدل شي. د امنيت شورا به د خپلو دايمي غړو په غونډه كې د ايران په اړه سهي كتنې او دقت ته اړتيا ولري. راپور وايي، چې د ايران اتومي وسلو او د امريكې كېدونكي بريد د سيمې هېوادونه او په ځانګړي ډول د خليج هېوادونه له اندېښنو سره مخ كړي دي، ځكه ايران يې سرغړوونكى ګاونډى او امريكا يې د مجبورۍ ضروري ملګرى دى. امين الله عادل
|
|
|
|