|
|
|
|
د وطن په محبت باندې قسم خورم چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم که د تورو ګذارونه دم په دم خورم دا خوږي ، غواړي کولي دي وي د نورو د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم د جنت باغ کښې مېوې رقم رقم خورم دوطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو په غيرت ګټلی شي به ولې کم خورم د وطن داعتلا تږی يم ځکه لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم چې په سر مې د وطن خدمت منلی څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم
|
|
|
|