زاهد یي ریاضت د نفس خواری کښي لټوي

عارف یي ذزړه پوهي بیدارۍ کښی لټوي

بلبل ورپسي ګرځي په باغواو ګلشنو نو

پتنګ یې ځان سیزلو سربازي کښي لټو ي

ملا د کتابونو په حا شو کښي پسی ورک شو

کم عقل یې په ډیر هو ښیارۍ کښی لټوی

بډاي وایې قارون قدرته مال باندی مونده شي

ظالم یې په مرګونو خو نخوارۍ کښي لټوي

ملک او خان ګمان کړی چي به وي د حاکم څنګ کښي

اولادیې د فرعون په بادارۍ کښي لټوي

هرڅوک پخپل ګمان ورپسی ګرځي هري خواته

دزړونو خاوندان یې دلدارۍ کښی لټوي

مین چي په رشتیا څوک پخپل قام او په ملت وي

هغه یې دوطن خد متګارۍ کښي لتوي

دخیر او صلاح خاوندیې هروخت په جهان کښی

دخداي دمخلو قاتو دو ستدارۍ کښي لټوي