چې پلو له مـــخــــه لــــرې دهــــــرچـاشـــي                     دارنـــــګینې جامې څیـــرې دریـــــا شــــــي

حقایق ټول رابهر شي لـــــــــه حــــــجــــابـه                     پټ کارونه را څرګند زما او ستــا شـــــــــي

که رازونه که رمزونــــــــه که اســـــراردي                       لکه ستوري داسمان هسې رســوا شـــــــي

مقصدونه، غرضــــــونـــــــه، عمـــلونـــــه                      بـــــې پـــــردې او بـې سیرته برالا شــــــــــي

دتلبیس  ښایسته رنګونه ټول شي محوه                     په خپل  څیر ښکاره روا او نــــــارواشـــــــي

دهر چا زړه کې چې هر څه وي لیکلــــــي                       دی په خپله دهغه نــــقـــش ګویــا شــــــــــي

هغه دغه ښه او بد مخونه لوڅ کــــــــړي                        توره شپه له مـــنــــځــــه لاړ شي ســبا شــي

لیک دحق او حقیقت وي په هر لاس کې                       دتیارو شپو واقـــعــات واړه رڼـــــا شــــي

ډیر ښایسته اوسپین  مخونه به تک تور وي

ډیر ښــــاغلي به پــــه دغه ورځ ســــرتـــور وي