پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

۰۸ـ۱۰ـ۲۰۰۷

اخــــتر چې كلــه راشې مرور سره پخـــلاشي****كه هرڅومره خفه وي يو اوبل ته په خـــندا شي

خوماته مې تقــــدير جابر يو بل څـه دي ليكلي****اختر چې رارسېږي جــانان لا رانه په شــــا شي

اخــــــــتره بيړه وكـــــــــــړه

ته چې راځې اخـــــتره راوړه خوشــحالي درســــــره****تقـــــــدېر ځپلوقسمــــتوته نېكمـــرغي درســـــــــره

خزان درواخله بس دى راوړه پســـرلي درســـــــــره ****بيا به ئې وگـــــورې چې څه كـــوي زلمي درســـره

ته چې راځې

دلتـــــه سكـــــروټې رااوريـــــږي په گلــــــونوبانـدې****دلتـــــــــه تېرى اوتجاوز دى عزتونوبـــــانــــــــــدې

افغانــــي ننگ دلتـــــه خرڅېږي په لوټونو بانــــــدې****كه دې له وســـــه كېږي راوړه خپــــــلواكي درسره

ته چې راځې

دلتـــــــه قـــــدم په قـــدم قبر دى هـــــډونه دي خښ****زما دښــــــكلې پښتونخوا رنگـــين گلــــونه دي خښ

پردي خو نــه دي زما خپـــل سكنـي وروڼه دي خښ****لابــــه تر څو دايتيمان سلگــــــــــــۍ وهي درســــره

ته چې راځې

په كوم هــــنر چا يرغمل كـــړو واك دكــــور نه لـرو****چې تاتره مولـــــــــړزولــــه هغــــه زور نه لــــــــرو

دمكــــــر جال كې ئې اثير كـــړو ځكه شـــور نه لـرو****اخـــتره راولــــــه شير شــا غونــــدې زمري درسره

ته چې راځې

نه ســتا په تگ نه په راتگ خـبرېږو غم پــه مـوږه ****دلتــه بلاوې دي راغلې كــــــړي ســـــيتم پـــه مـوږه

ښه ورځ مـــو ونه لــيده شـپه ورځ جهنم پـه مــوږه****درب لپــــــــاره راوړه راوړه ســـــوكالـــي درســــره

ته چې راځې

راشه له سـولې سره يوځاى كړه مـــوزړونه ټكــــور****موږمكارانو ېو لـــوټ كړي په دوكـــــــو اوپـــه زور

ناورين همـدغو دى راوستى زموږ دهــريــوپـه كـور****راوړه ملــــهم زمــــوږه زړو ته همــــــدردي درسره

ته چې راځې

چې ســـوله راولــــې نولا بـــه محبت كــوي ټـــــــول**** مشــــــران به واړه په كشــــرانو شفقت كـــوي ټول

غوثې به نه وي يوتـربـل به صميـميت كـــوي ټــــول****له خوشحـالي به پورته غورځي ټــــول كمكي درسره

ته چې راځې

پيغلـې به رنگارنگ جامو كـې لكـــــه گل غـوړېــــږي****گېــــډى گېـــــډى زلفې به بيا لكــه ســــنبل غوړېـږي

داډبــــــرين زړونه به ټــــول لكه كنـــگل غـوړېـــږي****دبـــــرگــــودر چنــــار بـــــه څڼې ښــــوروي درسـره

ته چې راځې

پښتنـــــــــې ميندې به راټولې تا به ښـــه ولمـــــانځي****لاس ته راوړنـــــــې به دپـــــلار اودنيكــــه ولمانځي

خپل شهيـدان وروڼه به كــــور اوپه كاله ولمــــــانځي****لابــــــــه په مينه نازنين بچيـــــــان روزي درســــره

ته چې راځې

ډول اوسورڼى به په كوڅوكې زلـزلې جـوړي كــــــړي****مطرب به ترنگ وركړي شهبازبه غلبلې جوړي كړي

شاعـــــردمينې به له شعر څخه غونچې جـوړي كــړي****بيا به دهيلـــــــو غوټۍ خپل ځان ســــــپړوي درسره

ته چې راځې

ځكه خوزه درتــــــه په تمـــــــــــه يم څارمـــه يوڅـوك****ســـــــترگې په لار يم خامخا پخـــــــــلا كومه يوڅوك

چې سپېلنى سپېلنى كېږمـــــــــه ژغــــورمــــه يـوځوك****كه ئې خــــــداى هسې يوناڅاپـــــــه راولي درســـره

ته چې راځې

اخــــــــتره بيړه وكــــړه راشـــه چې غمــو واخيـســتم****گلـــرنگ له ما خوابــــــدى شوى انـــدېښنو واخيست

هـــــره شــــېبه نينه نينه شـــــــومــه لمبو واخيســــتم****بســـــمل به څومـــــره تړمې تړمې تــويــوي درسره

ته چې راځې

 

 

بـــــــــــــــــــــــــــــل مــــــــــــــــــــــــــــــــخ

بــــــــــــیـــــــــــرتــــــــــــــه شــــــــــــــــــــــــاتــــــــــــــــه

لــــــــــــــــــــومـــــــــــــــــــــــــــــــړی مــــــــــــــــــــخ
Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com Webmaster[at]PashtoDeewa.com