|
  
اختر دي
څوك لاسونه سره كوي وايي اختر دى
څوك ژړا، فرياد كوي خون يي ځګر دى
د چا نوي رنګ په رنګ جامي په تن دي
څوك بربنډه پښي آبلي او لوڅ يي سر دى
څوك خوشاله دي، خندا كوي پسخيږي
د چا زړه سورى، سورى حال يي ابتر دى
يو سازونه، سرودونه كا شراب څښي
بل په سرو وينو كي پروت، مات يي وزر دى
دفلك چپه قانون ته سخت حيران يم
كوږ څرخيږي كه يي شمس او كه قمر دى
زړه پري و نه تړى پام كوى يارانو
كه جامونه زرزري دي كه ګوهر دى
نن سبا به د رحلت جامي په تن كا
كه پسر دى ددي دهر كه پدر دى
ډير راغلي اخترونه ډير تير شوي
خلك وايي چي سبا ته بيا اختر دى
   |