|
  
اي زما زړګيه
اوچي كړه اوښكي مه ژړيږه، اي زما زړګيه
بلا دي واخلم مه ځوريږه، اي زما زړګيه
بس كړه ژړا چي ژړا كار د ميړنيو نه ده
د يار غمونو ته خنديږه، اي زما زړګيه
كه ژاړي هم نو د خپل يار په قدمو كي ژاړه
په هره شاړه مه اوريږه، اي زما زړګيه
اوسه مين په نورو چارو باندي اور پوري كړه
د يار له ميني مه صبريږه، اي زما زړګيه
كه په تا سل رنګه بادونه، توپانونه راشي
د يار له لاري مه پاڅيږه، اي زما زړګيه
مه ځه تر څو چي خپل مراد تر لاسه نكړي، مه ځه
د يار په كلي كي اوسيږه، اي زما زړګيه
سواد د ميني نه قلم، نه كتابونه غواړي
په څو رمزونو و پوهيږه، اي زما زړګيه
له شمي زده كړه ديارۍ او عاشقۍ رمزونه
په خپلو اوښكو كي سوځيږه، اي زما زړګيه
   |