|
ای ملنګه
کله کله به ویل مې - چې زه ډیر یم بدقسمته
زه دښکلو له کلام نه - زه یې دشونډو له انعام نه
یم بې برخې دا څه چل دی - هسی نه چې نه پوهیږم
ددیدار په تمه تمه - ورځ کړم تیره په خپګان کې
خو سور پړونې بیارانشی
هغه تیره ورځ څه چل شو - چې لمر وخوت له کوم لورې
زه روان یې وم کوڅې ته - ډوب په فکر په سوچونو
چې ناڅاپه مې تر غوږ شو - دچا خوږ رنګین آواز بیا
له فکرونو رابهر شوم - او شاوخوا مې وکتلی
څوک مې ونه لیدل خلکه - خو چې لږ مې سترګې ځیرکړی
مخامخ یوڅوک روان وو - یوه ټکنده غرمه وه
سره ګرمی یې وه بې شانه - تور کالی یې په سپین تن وو
په سپین مخ باندې رغښتلی - دا خولی وی که کوم بل څه
ملغلری وې ترې کمې
را نژدې شوه سپین پړونې - تورې سترګې لږه څه سپینې
نو یې سترګې کړی راپورته - نیغ په نیغ یې راکتلی
ما ویل دا څه دی خالقه - دا دې سترګې که ټوپکې
مردکۍ ورپه کې نشته - خو تر دې لا اثرې دی
ما ویل خوله به مې ګویا شی - څه خبر به ترې راووځی
خو ګویا خوله مې شوه ګنګه - چې مې څنګ ته راغله ښکلې
ویل دا ته یې ای بد بخته - چې شپه او ورځ راپسې مړ یې
بل څوک نشته په دې ښارکې - چې دې زړه درڅخه واخلی
سوداګره د زړو نه یم - بس زړګې کبابومه
زما دې هم زړه په کار ندی - چې له ځان سره یې کیږدم
ته به داشان ملنګ ګرځی
نو اوس ای ملنګه واوره - نور کوښښ ددیدن مکړه
که نو تور سپی مو ساتلی - او یو ښه ټوپک لرو موږ
دانګې وانګې به دې سپۍ کړی - په ګولو به دې سورۍ کړې
داسې نورې سپکې سپورې - راته یې ووی یو څو نورې
زه ترې غلی راروان شوم - بیا یې غږ وکړ ملالی
ته خو په ټوکو نه پوهیږی - ته زما دزړګې سر یې
زه خو ستا په نوم ژوندۍ یم - زه ستا یمه ستابه اوسم ای ملنګه
ای حامده !
|