|
|
|
|
يوسف هيواد دوست :::افغانستان يو جعلي نوم دی لطيف پدرام افکار او ګروهې يوسف هيواد دوست - جرمني دافغانستان دولسمشرۍ دكانديدانو په ډله كې يو هم ښاغلى لطيف ( پدرام ) وو. له هغه ځايه چې زه لطيف ( پدرام ) سره پېژنم او ديو ماركسيست، ليننست په توګه يې دروسانو داشغال په وخت كې ...
بل ځاى پدرام افغانستان يو جعلي نوم ګڼي او داسې وايي چې : (( .... اقوام غير پشتون نه اين اسم را دوست داشتند ونه در ضمير خود انرا پذيرفته بودند.....)) قدرمنو هېوادوالو! ښه ځير شۍ دغه دپښتون سره په دښمنۍ كې وريت شوى شخص چې هويت يې هم لاسم نه دى څرګند زموږ دهېواد دغه شان ستر وياړ او افتخار پرسر هم ملنډې وهي او په جار خپله دغه بې بنياده خبره كوي، چې دانوم جعلي دى اودغه جوړښت جعلي دى! ښاغلي پدرام به نه وي لوستي او يا به يې افغان دښمنه احساسات دې ته نه پريږدي چې دا ومني (( چې افغانستان څه ددوه درې پيړيو نه نوم دى او نه دولت، افغانستان څه دڅلور پنځو پيړيو نه خاوره ده او نه داسلام په راتګ سره دا نوم ورته غوره شوى. افغانستان د دې سيمې دشپږو زرو نه پخوا يوه تاريخي سيمه او دافغان ملت داوسيدو ټاټوبى دى. دتاريخ يمني ليكوال ابو نصر محمد عبدالبارالعتبي په واضيح توګه وايي: (( افغان داوغان تعريب دى چې داسلام نه وړاندې دنني افغانستان اوسيدونكو ته ويل كېږي. )) دغه راز دمسټر بيلو په وينا دافغان لفظ (( اغوان )) دايو زوړ او پخوانى اريايي لفظ دى چې اريايي رېښه لري. دانډيكا ژباړونكى مسټر كوندل هم دخپلو څېړنو په پاى كې وايي چې (( افغان )) نوم دسانسګرت ديو لفظ وران شوى شكل دى.)) داسلامي دورې مورخين لكه ابوريحان البيروني، فردوسي طوسي، ابول الفضل بيهقي، مناج السراج او داسې نور هم په خپلو اثارو كې وايي چې (( افغان )) يو زوړ او اريايي نوم دى او هغو خلكو ته ويل كېږي چې په نني افغانستان كې او ان يو څه نور هم په پراخه اندازه په همدې سيمه كې اوسيږي او داسيمه د دوى اصلي سيمه ده. بل ځاى د ( قاموس اعلام ) ليكوال ښاغلى سمش الدين سامى داسې وايي: ( افغان يو ډېر پخوانى قام دى ... د دوى ژبه داريايي ژبو په ډله كې شامله ده او دسانسګرت او فارسي ژبو سره ډېر نيږديوالى، شباهت او مناسبت لري. د(( افغان )) نوم دې خلكو ته پارسيانو وركړى او دعمومي نوم درجه يې ګڼلې، دانوم او داقوم نوى قام او نوې ژبه نه ده بلكې دا ډېر پخوانى قام دى ...) او دمورخينو پلار هيروډوټس چې په خپلو ياددښتونو كې هغه وخت چې دلوى هندوكش داستوګنو په باب خبرې كوي هلته دسكاتى لاكس په قول د (( افغان )) نوم يادوي او پخوانيو هنوانو په خپلو تاريخونو كې دغه قام ته (( اسواكان )) يا (( اسواغانان )) په نوم ياد كړي چې دسپرو ( اس ځغلوونكو) (( سوران )) دهېواد خاوندان دي. ښاغلى لطيف پدرام دې وپوهيږي چې دسانسګرت په لرغوني لغاتو كې د(( اب ګان )) نوم ديو داسې قوم لپاره استعمال شوى چې دلويې اريانا په همدې سيمه ( اوسني افغانستان ) كې اوسيدل او هېواد يې هم دهمدوى په نوم يادېده. اوكه نه وي نو ورشه پدرام صاحب دساسانيانو دوخت دلومړي شاهپور ( ۲۲۶ز) په يوه كتيبه كې چې له دغه قام څخه د ( ايګان ) او ( اپګان) په نوم يادونه شوې اوسيمه يې د اپګانانو هم ياده كړې ده. اوداشواهد ټول ښيي چې افغان او افغانستان څه جعلي او نوى نوم او هېواد نه دى او دومره لرغونتيا لري چې له اغېزو يې دا دى تر ننه دغه سيمه دافغانانو دهېواد او دافغانستان په نوم ياديږي. له بلې خوا دا هم دلته څرګنديږي چې د دوى له ګاونډيانو يو هم پارسيان وو، چې كېداى شي لطيف پدرام له همدې امله به خپل ځان ان افغان نه ګڼي. دپدرام د دغو غير مسوولانه او افغان دښمنه ليكنو پسې مې نور اسناد هم ولټول، په يوه مركه كې چې په همدې ورځو كې ښاغلي پدرام دايران له ايرنا سره كړې يو ځاى داسې وايي: ( بعد از برګزارى لويه جرګه قانون اساسى در ماه ګذشته، بسيارى از مردم و روشنفكران به اين نتيجه رسيدند كه رئيس دولت افغانستان به جاى دغدغه ها وتعصبات ملي، به تعصبات قومي چنګ انداخته است. پدرام كه در بخش فرهنګي همكار و همراه احمدشاه مسعود بوده است، نمونه چنين تعصباتي را تعيين سرود ملي به زبان پشتون، وارد كردن اصطلاحات پشتون در زبان فارسي دري ) وګورئ دغه افغان دښمنه عنصر ته او ښه ځير شئ د ده افغان ضد او پښتون ضد دريځ ته چې ان له پرديو سره په خبرو كې هم په پوره بې شرمۍ هڅه كوي دخپل هېواد وياړن
|
|
|
|