پرون چې ما په آيينه کې کتل
راته کيسې د ماشومتوب ياديدې
زه به په چيغو چيغو کورته راغلم
مورجانې زه به ستا و لور ته راغلم
زما به سترګې وې له خاور ډکې
هم به مې سر و له ګردونو نه ډک
تا به نارې کړې چې قربان دې شمه
بيا دې له چا پره شوخي کړې ده
تا به د خپل پوړني پيڅکي باندې
زما له سترګو خاورې پاکې کړلې
هم به زما له سره ټول ګردونه تا وڅنډل
راته به ستغې سپورې تا وکړلې
چې مخ او سر به دې راومينځلو
زما به سترګې تکې سرې ښکاريدې
تا به مې سترګې راته تورې کړلې
* ************
خو نن چې بيا زما په سترګو کې د چا له غمه
و وينو سيند بهيده
ما آيينې ته کتل
زما تصوير په آيينه کې زنګيده، زنګيده
ما ويل چې اوس به له هيندارې نه راوښوييږي
تا راته څه په عاجزۍ وويل:
(( زويه لوګې دې شمه ودې ګرځم
نوره د سرو سترګو دا لوبه پريږده