تا دې خدای راولي جانانه
هيلو!


- السلام عليكم، اختر دې مبارك شه.

- ستا د ې مبارك شي، څوک خبرې كوې؟

- ولې تاسې ژما غږ و نه پيژندو؟

- نه والله.


- د خداى بنده، ما خو ستا تر هيلو د مخه د تلفون په كرښه ستا اسويلى هم وپيژندو.

- ښه، ښه دا ته يې!
- هو، غوښتل مې چې د تلفون په كرښه دا اوږدې فاصلې لنډې كړم.
- دا نمبر خو د يښور دى كنه!
- هو، ولې تا ته پته نه شته چې زما اختر به په پيښور وي؟
- پته وه. ښه دا وايه چې څنګه دې تلفون كړى دى؟
- تلفون خو مې په دوه وجو کړى دى، يو دا چې ما ويل كه د تلفون په كرښه د ملكونو تر منځ فاصلې لنډوم، نو تر هر چا د مخه به تا ته د اختر مباركي دركوم.
- او بل.
- بله دا چې د بيګاني خوب كيسه درته وكړم.
- مړه، د دې خوبونو د دنيا نه راووځه او ما ته دې د خوب كيسه څه له كوې، ما خو اوريدلي دي چې خوبونه خلك روانو اوبو ته وايي او يا يې هم كوم پېر يا ملا ته وايي.
- دا سمه ده چې خوبونه خلك په روايتي بڼه روانو اوبو او يا هم كوم پير او ملا ته وايي، خو ما چې كوم خوب ليدلى دى، هغه له نورو خوبونو سره توپير لري.
- هغه څنګه؟
- هغه داسې چې له انديښنې ډك خوبونه خلك روانو اوبو او يا هم كوم پير او ملا ته وايي، چې انديښنه يې كمه شي او يا هم تعبير يې ورته ومومي، خو زه چې كوم خوب تا ته ويل غواړم، په هغه كې زما د زړه مراد نغښتى دى او دا مراد ته پوره كولى شې.
- والله ستا په خبرو زما سر نه خلاصيږي.
- سر به دې درخلاص كړم، خو كه ته ما ته اجازه راكړې.
- ښه ځه چې دومره شله يې نو وايه.
? بيګا مې خوب ليدلى
ته وى ډير ښه دې ليدو?
په خوب كې كلي ته درغلى يمه
ته د همزولو په ټولي كې مخامخ ښكاريدې
خو پام دې ماته نه و
زړه كې مې تيره شوله
خدايه لږ پام خو يې راواړوه چې مخ په مخ شو
د سترګو رپ كې دې راو چې كتل
هغه موسكا دې په خوله راغله
چې به تل درځنې پټه زړه كې ما غوښتله
ته چې يو څو ګامه نيږدې راغلې
ما ته مې هغه بيت راياد شو
چې كلونه پخوا
رانه خپه وې او ما تا ته ويلى
همغه بيت مې زمزمه غوندې كړو
? كه خداى كول جانان به مې لاسونو كې لاس راكړي
خلك وايي چې اختر كې مرور غځوي لاس?
خو چې ته ښه زما تر خوا راغلې
دواړه لاسونه دې زما غاړې ته
لكه اميل واچول
ما سم له واره له وريښمينو مټو ونيولې
ته په حيرت كې لاړې
خداى خبر ولې دې دوران كې د شاعر ملګري
دې سرخوړلي بيت زموږ تر منځ پرده خوره كړه
هغه ظالم ويلي:
? ما خو دې ورځې ته بلا شپې شوګيرې كړي دي
ته خو نو دومره په اسانه غاړه مه راكوه?
تا بيا موسكا وكړله
زما په سترګو كې دې خپلې سترګې وكرلې
او چې سينې ته دې ښه جوخت كړم
راته و دې ويل:
?تا دې خداى راولي جانانه
زه د لاسونو پر ځاى غاړه دركومه?زما خوب دې واوريدو جانانه! څنګه دې غږ نه راځي؟ هيلو، هيلو، زما غږ اورې؟ دا څه وشول، لکه چې تلفون کټ شوی دی، زما دا نظم، نه، خوب به يې تر پاپه اوريدلى وي؟
ته صبر چې زه مې د موبايل tame of call ته ورشم. اوهو دا خو ايله درې مينټه او څو سيکنډه خبرې شوي دي. خدای خبر که يې اوريدلی وي.په قصد خو به يې موبايل نه بندي کړی. که په قصد يې بند کړی وي، نو دا خو به د ډېرې انديښنې وړ وي. ته ودريږه چې

- زه ورته يو ځل بيا زنګ ووهم.
0093799??????
او هو، دا خو پرې كمپيوټر راغلو، لكه چې تلفون يې هم بند كړى دى!؟

بازمحمد عاپد

د ١٤٢٧هـ. ق کال
د كوچني اختر لومړۍ ورځ
د اختر تر لمانځه وروسته
پيښور لالي باغ