|
  
يادونه: قلم ټولنې چې تيره ورځ د درويش
دراني په وياړ نمانځنغونډه جوړه کړې وه، ما دا نظم تاز ه درويش دوراني ته
ليکلی و. په دې نظم کې ما کوښښ کړی دی چې په يو شکل د اشکالو د هغه د
کتابونو نومونه ياد کړم. د هغه د کتابونو نومونه په دې ډول دي ( ازغنه لار،
زخمي لاسونه، هوا او څراغونه، ستوري په لمن کې او کاڼي کې هيندارې دي.
يو درويش ته!
په ازغنو لارې سر وي
او په يبلو پښو مزل کړي
د زخمي لاسونو خاپي
رنګيني د خپل غزل کړي
*********
ستوري راوړي په لمن کې
دا په چا باندې مين دی؟
چې هوا کې څراغ بل وړي
نو رڼا باندې مين دی
*******
کوم تصوير ورځنې ورک دی
کاڼي شي ورته هيندارې
خپل مرام ته به رسيږي
لټوي چې ورکې لارې
******
چې جهان پرې ښايسته شي
د آسمان ستوري اميل کړي
د جانان سپينې سينې ته
د غزل توري اميل کړي
*******
بدرنګۍ ته نه ورګوري
ښکلا ټوله کړي راټوله
يو له جنګه يې نفرت دی
خوښوي نړۍ کې سوله
*******
وايي وخت د تورې نه دی
ستن راواخلئ عزيزانو
دا شليدلی ګريوان ګورئ
دا ګنډل غواړي يارانو
٢٠٠٦/١١/٢٣
  
|