بلا پسې نه يمه غم لرمه
شکر دی تا غوندې صنم لرمه

کرکه به ټوله مينه مينه کړمه
په زړه کې دغه هنر هم لرمه

بيګا مې دومره په خپل ځان ژړلي
چې اوس هم سترګو کې څه نم لرمه

هره ادا به دې سندره کړمه
چې تخيل لرم قلم لرمه

چې پس له مرګه به مې څوک يادوي
خدايږو ياران خو چم په چم لرمه


١٣٨٦/١١/٠٢ کابل