لکه چې ځې خبرې ډېرې لرم
که وخت لرې خبرې ډېرې لرم
چې راغلې اوس خو لږه دمه وکړه
څه له راتلې خبرې ډېرې لرم
په دې لنډ تنګ وخت کې به څنګه وشي
درته اوږدې خبرې ډېرې لرم
زه که پرې هر څومره لاس ټينګ ونيسم
ته مې زړه وړې خبرې ډېرې لرم
سر ماښام دی لږه ساه خو واخله
تر نيمې شپې خبرې ډېرې لرم
بس نو ورځه په لوی الله دې سپارم
بيا به راځې خبرې ډېرې لرم


12/02/1386
بازمحمد عابد، کابل